ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری ۱۰مه او د مارچ ۳۰مه نېټه ده) نړیوال بانک په افغانستان کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې لغوه کړې.
د نړیوال بانک مشرتابه په تازه پرېکړه کې ویلی چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې په دغه هېواد کې د کرنې او روغتیا په برخه کې خپلې ۴ سترې پروژې چې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځی لغوه کوی.
یاد بانک وایی دوی له نړیوالو بنسټونو سره په اړیکه کې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کوی، نو که د نړیوالې ټولنې غوښتنې په افغانستان کې نه منل کېږی، دوی هم د ورته پروژو له عملی کولولاس اخلی.
نړیوال بانک تر دې وړاندې ویلی وو، چې په افغانستان کې به ځینې پراختیایی پروژې پیلوی خو دا پروژې به د افغان حکومت پر ځای د خیریه موسسو له لوری عملی کېږی.
گهیځ