چین کې د سیمې هېوادونو غونډه؛ پاکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته کړې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری ۱۰مه او د مارچ ۳۰مه نېټه ده) دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د رامنځ ته شویو بدلونونو وروسته د دغه هېواد، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران درې اړخیزه ناسته کوی.
په قطر کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایی، په نننۍ درې اړخیزه ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی ویلی، لېواله دی چې درې اړخیزه ناسته بیا ژوندۍ شی.
هغه پر خپل ټویټر لیکلی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ او د سیمې تر منځ اقتصادی اتصال ملاتړ یې وکړ.
ښاغلی قریشی څرګنده کړې، چې پاکستان به د چین په مرسته د افغانستان په ملاتړ ګډې هڅې وکړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر بیا وویل، چې افغانستان د چین له لارې او کمربند له سترې پروژې ملاتړ کوی.
دی وایی، هېواد یې لېواله دی چې د دې پروژې له لارې افغانستان په سیمه ییز اتصال کې ګټور رول ولوبوی.
نن په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونه غونډه وه، چې له افغان لوری هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقی په مشرۍ یو پلاوی دې غونډه کې ګډونوال و او د وانګ یې له خوا په رسمی ډول ور بلل شوی و.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.