روسیې په رسمی ډول د اسلامی امارت له خوا ورلېږلی ډیپلوماټ و مانه

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وری ۱۱مه او د مارچ ۳۱مه نېټه ده) روسیې د ا.ا.ا له خوا په مسکو کې ګومارل شوی یوه ډیپلوماټ ته اعتبارلیک ورکړی دی.
روسی رسنیو د بهرنیو چارو د وزیر سرګی لاوروف له قوله ویلی، چې یاد ډیپلوماټ تېره فبروری میاشت په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې کار پیل کړی و.
دا په روسیه کې د ا.ا له لوری ګومارل شوی ډیپلوماټ ته لومړنی اعتبارلیک دی او په دې توګه ګومارل شوی ډیپلوماټ په مسکو کې د ا.ا د رسمی استازی اعتبار خپل کړی دی.
لاوروف چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته وینا کوله، دغه راز ویلی چې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د امریکایی او ناټو د غړو هیوادونو د پوځیانو حضور نه منی او دغه راز له دې هم اندېښنه لری چې داعش وسله وال به د منځنۍ اسیا هیوادونه بې ثباته کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.