ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۱۴مه او د مارچ ۳مه نېټه ده) د اسلامی امارت له خوا په ټول هېواد کې د کوکنارو او نورو هر ډول نشه یی بوټو په کرکېله او کاروبار بندیز ولګېد.
دا خبره نن د اسلامی امارت د مشرتابه ملا هبت الله اخوند زاده په یوه فرمان کې راغلې، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه غونډه کې خپور شو.
هغه ویلی، که چا کوکنار وکرل، کښت به یې له منځه وړل کیږی او له متخلف سره به د اسلامی شریعت له مخې چلند کیږی.
په فرمان کې راغلی، چې په ټول هیواد کی د نشیی توکو د ټولو ډولونو لکه شراب، هیروئین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو ټولو نشه کونکو موادو استعمال، لېږد او پیر او پلور په کلکه بند دی.
له سرغړوونکو سره به قانونی چلند کېږی.
گهیځ