ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وری ۱۵مه او د اپرېل ۴مه نېټه ده) په ننګرهار ولایت کې یو صراف چې د انسان تښتوونکو له خوا اختطاف شوی و، وژغورل شو.
د افغانستان د اسلامی امارت د استخباراتو ریاست وایی، چې د ننګرهار ګډ امنیتی کمیسیون، د دفاع، کورنیو چارو وزارت او د ملی امنیت ځواکونو د ننګرهار په مرکز شیخ مصری سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د پاچاګل په نامه دغه صراف څه موده وړاندې تښتول شوی و او د خلاصون په بدل کې یې یو میلیون ډالر غوښتل شوی وو.
د یادونې وړ ده چې په جلال اباد ښار کې تېره اونۍ هم ۵ انسان تښوونکی له امنیتی ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی وو.
گهیځ