ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وری ۱۵مه او د اپرېل ۴مه نېټه ده۹ د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، په بلخ کې دینی عالمانو له حکومته غوښتی چې نجونو ته په ټول هېواد کې د منځنی او لېسې دورې ښوونځی پرانیزی.
په دې اړه پرون د مزار شریف ابوذر غفاری دارالعلوم کې لویه غونډه جوړه شوې وه.
په راپور کې د دارالعلوم د مشر محبوب الحق مخدوم له قوله ویل شوی، دوی ځکه له ممبره د نجونو د تعلیم غږ اوچتوی چې په خبره یې اسلام دا حق نجونو ته ورکړی دی.
نوموړی ویلی، غونډه کې له اسلامی امارته غوښتل شوی چې ژر تر ژره د نجونو د جامو طرحه نهایی او د ښوونځیو د بیا پرانیستې اعلان وکړی.
گهیځ