ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۱۶مه او د اپرېل ۵مه نېټه ده) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دغه هېواد کې د اروپایې ټولنې د سفیر له مرستیال آرنوټ پاویلز سره وکتل.
پاویلز پخوانی ولسمشر ته هغه اعلامیه وسپارله، چې د اروپایی ټولنې له خوا ورکړل شوې وه.
د اروپایی ټولنې په دغې اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د سملاسی پرانیستلو غوښتنه شوې.
د غوښتنې سر بېره په دې اعلامیه کې د نجونو د زده کړې پر اړتیا او په معناداره توګه په ټولنه کې د ښځو د هراړخیز رول په اړه یادونه شوې.
حامد کرزی د اروپایی ټولنې د اعلامیې هرکلی کړی او په هېواد کې یې د نجونو د ښوونځیو پر بېړنی خلاصون ټینکار وکړ.
تمه وه چې د وری په دریمه د نجونو پر وړاندې له لومړی تر دولسم ټولګی ټول ښوونځی پرانستل شی، خو د اسلامی امارت چارواکی وایی، چې په دې تړاو د دوی طرحه لا وروستۍ شوې نه ده.
د دوی په وینا د طرحې له وروستۍ کېدو وروسته به ټول ښوونځی د نجونو پر مخ پرانستل شی.
گهیځ