ګهیځ نیوز:رپوټ: نذیر منیب
نن چهارشنبه د وری یا حمل ۱۷مه او د اپرېل میاشتې ۶مه نېټه ده.
د وری یا حمل په درېیمه چې په ټول افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، تمه وه چې د نجونو او هلکانو دواړو پر مخ به د ښوونځیو دروازې پرانستل شی، خو په وروستیو شیبو کې دولت اعلان وکړ چې له شپږم ټولګی پورته نجونې دې د حکومت تر بیا اعلان پورې صبر وکړی او ښونځیو ته دې نه ځی.
د پوهنې وزارت په ښکاره تر شپږم پورته ټولګیو نجونو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وایی، لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغانی دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه یادو شویو معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دی ورکړی.
د اسلامی امارت د چارواکو یادې چارې د نړیوالو غبرګون راپارولی او له سرپرست حکومت څخه یې غوښتی چې سملاسی له شپږم ټولګی پورته نجونو پر مخ هم د ښوونځیو دروازې پرانېزی.
د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او دغه راز د اروپایی ټولنې د لوړ پوړی استازی په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان چارواکو غوښتنه شوې چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلی.
دغو هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلی: “د طالبانو دا اقدام، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له ورکړل شوی تضمین سره په ټکر کې دی.”
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هم په افغانستان کې د نجونو لپاره د ثانوی زدکړو په اړه په یوې ګډې اعلامیې کې ویلی، په افغانستان کې ټولې نجونې باید وکولای شی ښوونځیو ته لاړې شی.
تازه د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاست مسوول “جوزف بورل” په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلی، چې د نړیوالو حقونو پر بنسټ زده کړې د هر هلک او نجلۍ مسلم حق دی او افغان حکومت ته په کار ده څو د دوی دې حق ته درناوی وکړی.
سرچینه همدا راز زیاتوی چې نوی حکومت ته په کار ده چې د ښوونځیو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلی او په خبره یې که وضعیت همداسې دوام کوی نو په کور د ننه د نوی حکومت مشروعیت او له نړیوالو شریکانو سره د دوی اړیکې له خنډ سره مخ کېدلی شی.
په کور د ننه افغانستان کې هم شنونکی وایی، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلې دروازې به د افغانستان له نوی حکومت سره د نړیوالو تعامل له خنډ او ځنډ سره مخ کړی.
د نړیوالو اړیکو کارپوه او د سیاسی چارو شنونکی عبدالحی قانت وایی، په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو د تللو مخنیوی، په نورو هېوادونو کې د هغوی ولسونو ته یوه مهمه مسله ده، چې د اسلامی امارت له نوی حکومت سره به د خپلو هېوادونو د دولتونو پر تعامل او چلند اغېز وکړی.
ښاغلی قانت همدا رنګه وایې: ” که دلته نجونې له ښوونځیو منع کېږی، دولتونه نشی کولی چې له اسلامی امارت سره تعامل وکړی، ځکه هغه د خپلو خلکو تر نیوکې لاندې راځی چې ولې باید له هغه چا سره رسمی تعامل وشی چې خپلو خلکو ته حتی د تعلیم حق نه ورکوی “.
نوموړی زیاتوی، که دا مسله همداسې دوام وکړی، له نوی افغان حکومت سره به د نړیوالو شته چلند هم تت او کم رنګه کړی.
دی وایی حکومت دې داسې حل لاره ولټوی چې په کور دننه او بهر ټول یوې هوکړې ته ورسېږی او راپورته شوی غبرګونونه ځواب شی.
له دې وړاندې اسلامی امارت ژمنه کړې وه چې په نوی ښوونیز کال کې به ښوونځی د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شی، خو د چهارشنبې په ورځ (د وری په ۳مه ) یې تر شپږم ټولګی پورته د نجونو زده کړو ته یو وار بیا اجازه ورنه کړه.
پوښتنه دا ده چې ولې په وروستیو شېبو کې نجونې ښوونځیو ته له ننوتو منع شوې؟ باورونه دا دی، چې د ښوونځیو د پرانستو خبره چې ځینو چارواکو کړې وه، د امارت له مشرانو سره نه وه شریکه شوې، نو همدا لامل و چې ښوونځی ته د نجونو د تګ پر وړاندې مخالفت وشو.
د باورونو پر بنسټ، تر هغو چې د اسلامی امارت مشران ټول پدې اړه یوې هوکړې ته نه وی رسېدلی او په یوه طرحه سره نه وی یوه خوله شوی، له شپږم ټولګی پورته نجونو ته به ښوونځی ته د تګ اجازه ور نه کړل شی.
د حکومتی چارواکو په خبرو او څرګندونو کې هم راغلی تر هغه چې په دې برخه کې جامع طرحه چمتو کېږی، تر شپږم ټولګی پورته نجونې دې ښوونځیو ته نه ورځی.
گهیځ