د نشه یی توکو قاچاق؛ په تور یې کندز کې ۳ تنه نیول شوی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وری ۲۰مه او د اپرېل ۹مه نېټه ده) د کورنیو چارو وزرات خبر ورکوی، چې افغان ځواکونو د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د نشه ‌یی توکو د قاچاق په تړاو درې تنه نیولی دی.
د معلوماتو پر بنسټ، نیول شویو کسانو غوښتل چې ۳۰۰ کیلو ګرامه تاریاک له بدخشانه کندهار ته قاچاق کړی، چې د افغان ځواکونو له لوری د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې نیول شوی.
له نیول شویو کسانو څخه یو کلاشینکوف او یوه تفنګچه هم د امنیتی ځواکونو لاسته ورغلې دی.
د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د اسلامی امارت مشرتابه په یو فرمان کې د نشه یی توکو پر کرکېله او هر ډول کاروبار کلک بندیز ولګاوه.
په فرمان کې راغلی وو، چې سرغړوونکو سره به قانونی چلند کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.