ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وری ۲۰مه او د اپرېل ۹مه نېټه ده) نړیوال بانک وایی، په افغانستان کې سیاسی کړکیچ د دغه هېواد خصوصی سکټور سخت ځپلی دی.
نړیوال بانک په دې اړه د خپلې یوې سروې د پایلو په خپرولو سره ویلی چې له هرو درېیو پانګه والو یوه یې د تېر کال له اګسټ میاشتې وروسته خپل کاروبارونه ځنډولی دی.
نړیوال بانک وایی، هغو پانګوالو چې خپلو کاروبارونو ته دوام ورکړی هم ویلی چې د اړتیاوو د کمېدو له کبله یې خپل کاروبارونه له سره تنظیم او له نویو شرایطو سره برابر کړی دی.
دغه سروې د تېر کال په اکټوبر او نومبر میاشتو کې شوې ده. سروې کې ۸۲ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلی چې د تولیداتو او خدمتونو پېرونکی یې خورا کم شوی چې له کبله یې د دوی فعالیتونه او کارکوونکی هم کم شوی دی.
د سروې د پایلو له مخې د افغانستان سیاسی کړکېچ کوچنی شرکتونه تر نورو ډیر ځپلی او ۳۸ سلنې یې خپل فعالیتونه ځنډولی دی. د مېرمنو کاروبارونه هم د سیاسی کړکېچ له کبله ځپل شوی او نږدې نیمایی هغه یې تړل شوی دی.
تازه اسلامی امارت پرېکړه کړې، چې د اقتصادی وضعیت د ښه کېدا لپاره دې د کابل په هوایی ډګر کې بهرنیو پانګوالو ته د بېړنۍ ویزو پر لګولو سربېره دې نورې اسانتیاوې هم ور ته برابرې شی.
گهیځ