متقی ایران ته په خطاب کې؛ افغان کډوالو سره ناسم چلند به د دواړ هیوادونو په اړیکو منفی اغېز وښندی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وری ۲۲مه او د اپرېل ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلی دی.
متقی په دې کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو سره د شوی چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د وزارت په خبره، نوموړی امینیان ته په ټینګار سره ویلی، چې ایران کې خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوی تر څو خپلو امنیتی او اړوندو ادارو ته له افغان کډوالو سره په سرحدی سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوی په اړه لازمې لارښوونې وکړی.
د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلی چې په ایران کې د افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو او عام ذهنیت منفی اغېز کوی او د دواړو هیوادونو دښمنانو ته د تخریب او اختلاف اچولو فرصت په لاس ورکوی.
په ورته وخت کې ایرانی سفیر ادعا کړې چې حکومت یې له افغان کډوالو سره د بد چلند نیت نه لری او تل هڅه کوی د دواړو هیوادونو اړېکې سره نږدې او باوری وی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اونۍ په ایران کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د حکومت او ولسی خلکو له خوا ناوړه چلند کېږی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاری چې ایرانی عسکر افغانان رټی، ټکوی او وژنی خو په افغانستان کې د ایران سفارت ادعا کړې چې خپرې شوې ویډیو ګانې پخوانۍ دی.
خو ورته مهال د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره اونۍ وویل چې شاوخوا زر افغان کډوال د جبر او زور له لارې له ایرانه ویستل شوی چې سم نمایی قانونی اسناد هم لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.