ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۲۳مه او د اپرې ۱۲مه نېټه ده) د جمهوریت پر مهال د ملی امنیت ویاند رحمت الله اندړ وایی، په افغانستان کې د هیڅ ډول جګړې پلوی نه دی.
هغه پر خپل ټویټر لیکلی، هر خوځښت او مقاومت چې له بهره یې ملاتړ کېږی، نه د افغانستان په ګټه دی او نه هم د هېواد د کشالې د هواری لاره ده.
اندړ په ښکاره نه دی ویلی چې دا خبرې یې ولې او چا ته کړی خو تېره ورځ د پخوانی حکومت د پوځ یوه جنرال سمیع سادات ویلی و، چې له هېواده بهر پاشل شوی پوځ راټولوی او د اوسنی حکومت پر وړاندې د وسله والې مبارزې چمتوالی نیسی.
د ا.ا.ا چارواکو یې په ځواب کې ویلی و، چې د سادات څرګندونې په هیڅ ډول غبرګون نه ارزی. په وینا یې ځکه چې هیڅ نشی کولی.
د رحمت الله اندړ بیا وایی، که اوسنی حکومت څوک جګړې ته اړ نه کړی په مقابل کې یې جګړه هیڅ معقولیت نه دی.
گهیځ