ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۲۳مه او د اپرېل ۱۲مه نېټه ده) په هرات کې یو شمېر لاریونوالو د ایران پر قونسلګرۍ برید کړی دی.
د ځایی رسنیو له خوا په خپرو شویو تصویرانو کې ښکاری چې د کونسلګرۍ مرکزی دروازې ته اور ورته کړل شوی دی.
ورته مهال ایران په افغانستان کې د خپل سفارت او قونسلګریو د امنیت خوندیتوب غوښتنه کړې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې هکله وایی: ”د افغانستان په هرات او نورو ښارونو کې باید د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت او استازولیو لپاره په خوندی چاپیریال کې د فعالیت زمینه برابره شی او امنیت یې په بشپړ ډول خوندی ساتل شی. ”
تر اوسه په هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید لامل معلوم نه دی، خو په دا وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې ویډیی کلیپونه خپاره شوی، چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ځینې کسانو “زور زیاتی” ښیی.
په خواله رسنیو کې دې ویډیویی کلیپونو ته په پراخه کچه غبرګونونه څرګند شوی دی.
دوه ورځې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او په له افغان کډوالو سره یې د ایرانیانو چلن غیر انسانی وباله.
ایرانی چارواکی بیا وایی، دا ویډیویی کلیپونه په ایران پورې تړاو نه لری او د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند وایی: ”د ایران په هکله د وېرې یا افغانستان په هکله د وېرې رامنځته کولو ” لپاره دا ډول تصویرونه خپرېږی.
تېره ورځ پلازمېنه کابل کې هم د ایران سفارت مخې ته اعتراضی غونډه وشوه.
د غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په ایران کې له افغان کډوالو سره ”د ناوړه چلن ” په تړاو د ویډیویی کلیپونو ارزونه وکړی.
گهیځ