ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری ۲۴مه او د اپرېل ۱۳مه نټه ده) د افغانستان بانک وایی، له بانکونو څخه یې د دولتی او غیر دولتی کار کوونکو د معاشونو پر ایستلو لګېدلی محدودیتونه لیری کړل.
د افغانستان بانک ویاند صابر مومند په یو وډیویی پیغام کې ویلی چې تر دې وروسته ټول دولتی او غیر دولتی کار کوونکی کولای شی له بانکونو څخه خپل معاشونه له محدودیت پرته تر لاسه کړی.
نوموړی زیاته کړې:”د افغانستان بانک د بانکی او مالی سکټور د بیارغونې له ستراتیژک پلان سره سم او امکاناتو ته په کتو سره دا ځل ددولتی او غیر دولتی کار کار کوونکو په معاشونو باندې موجود محدودیت لیری کړ، له همدې امله ټول سوداګریز بانکونه به د دولتی او غیر دولتی کار کوونکو معاشونه د دوی له غوښتونو سره سم له ځنډ او محدودیت پرته ورکوی.”
د نوی افغان حکومت د رییس الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر روانه اونۍ د اقتصادی کمېسیون په غونډه د بانکی محدودیتونو د کمولو په اړه د یو منظم میکانېزم جوړولو غوښتنه کړې وه.
د۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ مې وروسته چې طالبان کابل ته ننوتل ورسره سم د افغانستان بانک په ګډون ټولو بانکونو خپل فعالیت ودراوه چې په ورځنی ژوند کې یې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړل.
تر شااوخوا دوو اونیو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۹ مه په کابل کې بانکونو په محدود ډول خپلو مشتریانو ته د پیسو ورکول پیل کړل.
گهیځ