ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وری ۲۵مه او د اپرېل ۱۴مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامی امارت حکومت چارواکی وایی، چې په افغانستان کې د بشری حقونو د نقض په اړه د امریکا متحده ایالتونو خپور شوی راپور ناسم دی.
د اسلامی امارت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، اوس نه بلکې د امریکا په شتون کې په افغانستان کې بشری حقونه تر پښتو لاندې کېدل.
هغه پر خپل ټویټر لیکلی: ” په افغانستان کې هغه مهال د بشر حقونه ضایع وو، چې امریکایی اشغالګرو او ملاتړو یې په ورځ کې تر ۲۰۰ افغانان وژل، کورنه یې بمبارول، په ښځو او ماشومانو یې چاپې وهلې”.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو نوی راپور ښیی چې افغانستان د ا.ا لاس ته له لوېدو وروسته، د بشری حقونو په برخه کې شا تګ کړی.
دا راپور چې په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو کې د بشری حقونو وضعیت او پرمختګ ته اشاره کوی، په افغانستان کې د بشری حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولی.
راپور کې ا.ا تورن شوی چې په جګړو کې یې له ماشومانو ګټه اخیستې، پر ملکیانو، روغتیاپالانو او نورو خیریه مرسته رسوونکو یې بریدونه کړی او تر خوا یې د افغانانو په ګډون بهرنی وګړی هم تښتولی دی.
خو افغان چارواکی دا راپور ردوی او په ځواب کې یې ذبیحالله مجاهد وایی، داسې هېڅ کار نه دی شوی چې د چا حقونه نقض کړی.
ښاغلی مجاهد زیاتوی: “که د هېواد قوانین عملی کول یا هم اسلامی قوانین په ټولنه کې پلی کول، دا د چا د حقوقو نقض نه راولی. که څوک نیول کېږی، دا د حکومت حق دی. په ټولو نظامونو کې خلک توقیف کېږی، پوښتنې ځینې کېږی، خو نه څوک تعذیب شوی، نه وژل شوی او نه هم اوږدمهاله بند ته تللی دی.”
په ۲۰۲۱ کال کې د بشری حقونو د پرمختګ او وضعیت د ارزونې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې، له اګسټ وړاندې هغه مهال چې جمهوریت واکمن و، هم افغانستان کې د بشری حقونو وضعیت تر پوښتنې لاندې راغلی.
گهیځ