له ایرانه راغلی کډوال؛ هلته ور سره انسانی چلند نه کېده

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وری ۲۷مه او د اپرېل ۱۶مه نېټه ده) له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوی کډوال د ایرانی لوری له ناوړه چلند شکایت کوی.
رسنیو د هغو کډوالو په اړه، چې تازه په جبر او زور له ایران څخه رااړول شوی، راپور ورکوی چې د ایرانی وګړو او په تېره بیا د ایرانی حکومت له سخت ناوړه چلند سره مخ شوی دی.
دوی وایی دغه هېواد د افغانانو هېڅ ډول بشری حقونو ته درناوی نه کاوه او له ټولو شونو لارو یې د دوی ځورولو، وهلو ټکولو او شکنجه کولو ته کار ویلی.
په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند زیات شوی دی چې د افغان حکومت او په افغانستان کې یې د ګڼو وګړو غبرګونونه پارولی دی.
د بشری حقونو د څار نړیوالو ادارو هم د افغان کډوالو پر وړاندې د ایرانی حکومت چلند غندلی و او هغه یې غیر انسانی بللی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.