پر اقصی جومات د اسراییلی یرغلګرو برید؛ افغان حکومت وایی اسلامی هېوادونه دې عملی ګام پورته

ګهیځ نیوز: نن شبنه (د وری ۲۷مه او د اپرېل ۱۶مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې د افغانستان اسلامی امارت په اقصی جومات کې د اسرایلو له لوری په ملکی وګړو ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندی.
بلخی دغه راز په نړیوالې ټولنې په ځانګړی ډول اسلامی هېوادونو غږ کړی چې د فلسطیانیانو د انسانی حقونو د ساتنې او د اسراییلو د ظلمونو د مخنیوی لپاره باید عملی ګام پورته کړی.
تېره ورځ د اسراییلو له لوری په مسجدالاقصی کې پر لمونځ کوونکو برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۵۳ تنه ټپیان شوی دی.
عینی شاهدان وایی اسراییلی ځواکونو د فلسطینیانو پر وړاندې د رابړی مرمیو او د غږیز لاسی بمونو څخه استفاده کوله او فلسطینیانو پر دغو ځواکونو تیږې ورولې.
د فلسطین سرې میاشتې ویلی چې ۱۵۳ ټپیان روغتون ته لېږدول شوی او په لسګونو نور د پیښې په ځای کې تداوی شوی.
د فلسطین د زندانیانو ټولنې ویلی چې د دغې پیښې په ترڅ کې یې شاوخوا ۴۰۰ تنه اسراییلی ځواکونو نیولی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.