پر خوست او کونړ د پاکستان هوایی برید؛ خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وری ۲۷مه او د اپرېل ۱۶مه نېټه ده) په خوست او کونړ کې د پاکستان جیټ الوتکو بریدونه کړی چې ولسی خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
دا خبره یو شمېر رسنیو د ځایی خلکو له خولې کړې.
په راپور کې راغلی، چې د خوست په سپېرې ولسوالۍ په وزیرستانی کلی کې د پاکستان جیټ الوتکې د برید پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوی دی.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز دغه پېښه تایید کړې او ویلی یې دی چې، پاکستانی الوتکو د وزیرستانی کډ‌والو څلور کلی بمبار کړی دی.
ګربز په دغه پېښه کې ځایی خلکو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو خبره منی، خو د کره شمېر په اړه یې څه و نه ویل.
تېره شپه د کونړ په شلتن ولسوالۍ هم د پاکستان له خوا هوایی بریدونه شوی، چې له امله یې ۵ ماشومان او یوه ښځه وژل شوې ده.
د دولت رسمی سرچینو تر دا مهاله د کونړ د برید په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستانی لوری تر اوسه د دغو خبرونو په اړه څه نه دی ویلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.