د پاکستان ادعا؛ ترهګرې ډلې له افغان خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوی
ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۲۸مه او د اپرېل ۱۷مه نېټه ده) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، هېواد یې د هغو ترهګرو ډلو فعالیتونه غندی چې په پاکستان کې له افغان خاورې له استثنا پرته فعالیت کوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې په افغان خاوره کې د دا ډول ډلو فعالیت د سولې هڅې زیانمنوی.
وړمه ورځ افغان پولې ته نژدې هاغې غاړې ته په یوه وسله وال برید کې ۷ پاکستانی پوځیان ووژل شول، چې په تړاو یې تېره ورځ د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د د افغانستان سفیر ور بللی و.
افغان حکومت د پاکستان دغې ادعا ته په غبرګون کې تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.
گهیځ