‏ ‏پاکستان ته د افغان ملی دفاع وزارت خبرداری؛ ورته چارې ته دې نه اړیستل کېږی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وری ۲۹ او د اپرېل ۱۸مه نېټه ده) د افغانستان ملی دفاع وزارت پر خوست او کونړ د پاکستان هوایی او توپچی بریدونو ته په غبرګون کې ویلی، چې دوی دې بالمثل عمل ته نه اړیستل کېږی.
وزارت وایی، هېڅ هېواد دې افغانان نه ازمویی او افغانان دې نه اړ باسی چې بالمثل عمل ترسره کړی.
د وزارت په وینا، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې چې د هېڅ تېری کوونکی او اشغالګر خلاف بې ځوابه نه دی پاتې شوی او تل د خپلې خاورې، خلکو او هېواد نه ساتنه کوی.
دوه ورځې وړاندې پاکستانی پوځیانو پر سرحدی ولایتونو خوست او کونړ هوایی او توپچی بریدونه وکړل چې شاوخوا ۴۰ ولسی خلک په کې ووژل شول.
خوست هغه کلی په نښه شوی و، چې اوسېدونکی یې له شمالی وزیریستان څخه د جګړو له امله را کډه شوی وګړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.