د بلخ تولیدی شرکت: له پنبې د غوړ ویستل دوه برابره ډېر شوی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۳۰مه او د اپرېل ۱۹مه نېټه ده) په بلخ کې د پنبې غوړیو د تولید شرکت وایی په تولیداتو کې یې ډېروالی راغلی دی.
یاد دولتی شرکت په دې اړه تازه معلوماتو خپاره کړی دی. شرکت ویلی، چې روانه میاشت یې د تولیداتو په کچه کې دوه برابره ډېروالی راغلی دی، چې ورسره جوخت یې عواید هم دوه برابره شوی دی.
د معلوماتو پر بنسټ، دوی په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۲۲ میلیونه عواید راټولول خو دمګړی د دغه عوایدو کچه ۵۰ میلیونه افغانیو ته لوړه شوې ده.
د شرکت چارواکی وایی چې د عوایدو د ډېرېدو لامل یې د کروندګرو له لوری د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کول دی او دوی هڅه کوی چې د شرکت چارې لا پراخې او ښې کړی.
د هېواد په شمال کې د پنبې کرل خورا ډېره مخینه لری چې ډول ډول محصولات ترې تر لاسه کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.