ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری یا حمل ۳۱مه او د اپرېل ۲۰مه نېټه ده) قطر د کابل په لویدیځ کې د تېرې ورځې بریدونه په کلکو ټکو غندلی او وایی هر هغه پېښه او قصدی برید غندی چې په هغه کې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوړی.
قطر په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویل، دغه راز یوازې افغانستان نه؛ بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترهګریزې پېښې غندی او هغه ته د انسان ضد عمل په سترګه ګوری.
خبرپاڼه وایی، دوی په دې نازک وضعیت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او په خبره یې د دایمی ثبات او امنیت د ټینګښت په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوی.
تېره ورځ د کابل په لویدیځ دشت برچی کې پر دوه ښوونځیو پرلپسې بمی بریدونه وشو، چې د زده کوونکو په ګډون یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
گهیځ