ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری یا حمل ۳۱مه او د اپرېل ۲۰مه نېټه ده) رویټرز د دوو سرچینو له قوله ویلی چې نړیوال بانک غواړی بېرته د شاوخوا ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت خپلې درې مهمې پروژې، چې د روغتیا او کرنې په برخه کې دی، پیل کړی.
نړیوال بانک ویلی چې په افغانستان کې روان اقتصادی وضعیت او د خوراکی توکو د بیو لوړېدو ته په کتو غواړی دغه دوه پروژې پیل کړی، خو د پوهنې په برخه کې شته پروژه به یې لا هم په ټپه ولاړه وی.
نړیوال بانک د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې خپلې څلور پروژې چې ارزښت یې ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده وځنډولې، خو اوس یې پرېکړه کړې چې د بشری ناورین د مخنیوی لپاره به له دې ډلې دوه پروژې بېرته پیلوی.
گهیځ