ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوایی یا ثور لومړۍ او د اپرېل ۲۱مه نېټه ده) پخوانی ولسمشر حامد کرزی له بی بی سی انګلیسی سره په تازه مرکه کې د پاکستان پر وروستیو بریدونو او ځینو څرګندونو توند غبرګون ښوودلی او هغه یې غندلې دی.
ښاغلی کرزی ویلی د پاکستان دا څرګندونې ناسمې دی چې ګواکی په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه دی.
د ده په وینا افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قربانی دی او پاکستان ته په کار ده چې په خپل زړه کې د شته ترهګرو پر وړاندې ګامونه اوچت کړی.
هغه تمه ښوودلې چې د پاکستان نوی حکومت وکړی شی له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړی، له تاریخ عبرت واخلی او د تېرو حکومتونو په څېر د شر او ناندریو پالونکی حکومت ترې جوړ نه شی.
گهیځ