ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د ثور یا غوایی لومړۍ او د اپرېل میاشتې ۲۱مه نېټه ده) برېټانیا غواړی افغانستان کې د امریکایی جګړې د اسنادو بربنډوونکی امریکا ته وسپاری.
د راپورونو له مخې برېټانیا غواړی جولیان آسانژ، چې د ویکی لیکس په نامه د افشا کوونکی سایټ بنسټګر دی، د محاکمې لپاره امریکا ته وسپاری.
جولیان تر ۵۰۰ زره پورې داسې پټ اسناد خپاره کړی وو، چې په هغه کې په افغانستان او عراق کې د امریکا له جګړو او پلانونو پرده پورته شوې وه.
امریکا له برېټانیا غواړی چې دغه کس دوی ته وسپاری ځکه د امریکایی جګړې معلومات یې خپاره کړی او باید په امریکا کې محاکمه شی.
بلخوا برېټانوی حکومت بیا د دغه پرېکړې په اړه له کشمکش سره مخ شوی دی. د بشری حقونو فعالان دا بې انصافی بولی او په دې باور دی چې امریکا ته د جولیان سپارل به د هغه د وژل کېدو او یا ځانوژنې سبب شی.
گهیځ