یونیسف دوه لکه ښوونکو ته د معاشونو د ورکړې خبر ورکړی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غوایی یا ثور ۴مه او د اپرېل ۲۴مه نېټه ده) د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا یونیسف وایی، په افغانستان کې د «هر ماشوم لپاره» د تعلیم د ملاتړ هره ممکنه هڅه کوی.
په افغانستان کې د دې ادارې د ارتباطاتو مشرې سم مورټ (Sam Mort) رسنیو ته ویلی، چې د تېر په څېر به د افغان ماشومانو تر څنګ پاتې شی.
هغه ویلی: “یونیسف د تېرو ۷۰ کلونو په څېر، د هر ماشوم لپاره په افغانستان کې دی. تر هغو چې هر ماشوم په ښوونځی کې نه وی او تعلیم ونه کړی، موږ به خپلې چارې ونه دروو”.
یونیسف وایی دوی د ۲ میاشتو لپاره نږدې ۲ لکه ښوونکو ته بېړنی معاش برابر کړی او تر څنګ یې زده کوونکو ته بیکونه او نور زده کړه ایز مواد ورکړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.