ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غوایی یا ثور ۴مه او د اپرېل میاشتې ۲۴مه نېټه ده) نن د اسلامی امارت د بنسټګر ملا محمد عمر د مړینې ۹ تلین دی، په همدې موخه یوه غونډه رابلل شوې.
د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفی غونډې ته وویل، چې د ا.ا پالیسې روښانه ده چې له مخې یې ګاونډیو او د نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوی پر بنسټ اړیکې غواړی.
د هغه په خبره، هوډ نه لری چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکارول شی او همدا شان له نورو هېوادونو غواړی چې د افغانستان امنیت تخریب نه کړی.
هغه د ملا محمد عمر په اړه وویل، چې محمد عمر توکم ییز تعصبات او دودونه چې د اسلام مبارک دین خلاف وو، له منځه یوړل.
گهیځ