کرزی: اجازه نه ورکو چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې همداسې تړلې پاتې شی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوایی یا ثور ۵مه او د اپرېل میاشتې ۲۵مه نېټه ده) پخوانی ولسمشر حامد کرزی یو ځل بیا له شپږم ټولګی پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو ته غبرګون ښکاره کړی.
نوموړی تېره ورځ (یکشنبه د غوایی ۴مه) له بی بی سی انګلیسی سره په تازه مرکه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې او د اسلامی امارت دا پرېکړه یې د تاسف وړ بللې ده.
هغه زیاته کړې چې د نجونو له زده کړو پرته د افغانستان پایښت ناشونی دی او په خبره یې، افغانان دا اجازه نه ورکوی چې د نجونو پر مخ ښوونځی تړلی پاتې وی.
د هېواد پخوانی ولسمشر څرګنده کړې چې د اسلامی امارت له چارواکو سره یې په لیدنو کې ډاډ تر لاسه کړی چې هغوی هم د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتونکی دی.
حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوی چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د مدنی ټولنو، سیاسی ګوندونو او قومی شوراګانو استازو له اسلامی امارت څخه د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.