ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوایی یا ثور ۵مه او د اپرېل میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د ترکی چارواکو په تازه اقدام کې له دغه هېواد څخه تر ۲۰۰ډېر افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه کړی دی.
د ترکیې «اناتولی» خبری اژانس وایی، دا ۲۲۷ تنه افغان کډوالو په ترکیه کې په غیر قانونی بڼه ژوند کاوه، چې تر څېړنو وروسته بیرته کابل ته را ولېږل شول.
د سرچینې په وینا، دا کسان د ترکیې په مالاتیا ولایت کې نیول شوی او تېره ورځ کابل ته را انتقال شول.
ترکی چارواکو ویلی چې تر اوسه یې ۶۸۱ افغان کډوال چې دغه هېواد ته په غیر قانونی ډول تللی وو، د پولیسو له لوری تر نیول کېدو وروسته بیرته افغانستان ته راوړل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې ډېری هېوادوال د ایران له لارې نورو بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوی او له ډېرو ستونزو سره مخ کېږی.
گهیځ