ایران د ا.ا.ا درې نوی ور لېږل شوی استازی منلی دی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غوایی یا ثور ۶مه او د اپرېل میاشتې له ۲۶مه نېټه ده) د افغانستان نوی حکومت ایران کې خپل سفارت ته درې استازی لېږلی دی.
د رسنیو د راپور له مخې، د دغو کسانو له ډلې یو یې د سفارت دوهم مرستیال او دوه نور یې عادی کارکوونکی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې راپور ته په غبرګون کې ویلی چې د هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټانو تګ راتګ عادی خبره ده او د نوی حکومت د رسمیت پېژندل کېدو له مسلې سره کوم تړاو نه لری.
دا کسان داسې مهال ایران ته ځی چې تر دې وړاندې ایران ویلی وو، تر هغه چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت و نه پېژندل شی نو ایران به یې ډیپلوماټان و نه منی.
تر ایران وړاندې ګڼو نورو هېوادونو لکه قطر، روسیې چین او پاکستان هم د افغانستان د نوی حکومت استازی په سفارتونو کې منلی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.