ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوایی یا ثور ۸مه او د اپرېل ۲۸مه نېټه ده) د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د اسلامی هېوادونو له سفیرانو سره په یوه ناسته کې د افغانستان پر مسئله غږېدلی دی.
د شهباز په وینا، په افغانستان کې بشری ناورین روان دی او د ټولو اسلامی هېوادونو مسوولیت دی چې د دغه ناورین په ختمولو کې ونډه واخلی.
هغه ویلی د دې ناورین ناوړه پایلې به هرو مرو د پاکستان او ایران په څېر د افغانستان نږدې ګاونډیان حس کړی، نو له همدې کبله ټولو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې د وضعیت د رغېدو او اقتصادی همکاریو لپاره ژمنتیا وښیی.
هغه همدا راز ویلی چې په سیمه کې باید له افغانستان سره د مرستو لپاره یوه واحده ډله رامنځ ته شی څو د افغانانو د ژغورنې لپاره هڅه وکړی.
گهیځ