ایران هم د پولې پر سر له ا.ا سره د ترینګلتیاوو زیاتېدو خبره رد کړه

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوایی یا ثور ۸مه او د اپرېل ۲۸مه نېټه ده) ایران افغانستان سره په پوله کې د ترینګلتیا خپاره شوی راپورونه ناسم بولی.
له تېرې یوې اونۍ راهیسې په ایران او افغانستان کې د خواله رسنیو کارکوونکو د ا.ا او ایرانی ځواکونو تر منځ له جنجال وروسته، پولې ته نژدې د ایران له خوا د ځواکونو د ځای پر ځای کولو پر خبرونو تبصرې کوی.
خو اوس ایران دغه خبره رد کړې ده.
د یاد هېواد کورنیو چارو وزارت وایی،په اسلام کلا بندر کې چې څه شوی وو،هغه ناسم پوهاوی و او له هغې وروسته د دواړو لورو ترمنځ هېڅ ستونزه نشته دی.
دغه وزارت زیاتوی، د ا.ا له ځواکونو سره یې د پولې پر سر هیڅ ډول جګړه نشته او نه به راتلونکې کې داسې څه وی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.