ا.ا ازبکستان ته د لېږدول شویو الوتکو غوښتنه کړې وه؛ تازه دغه هېواد ویلی چې نه یې ورکوی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غوایی یا ثور ۱۰مه او د اپرېل میاشتې ۳۰مه نېټه ده) ازبکستان د افغانستان اسلامی امارت ته د هغو الوتکو له سپارلو انکار کړی چې د جمهوریت د پرځېدو پر مهال ازبکستان ته وړل شوې وې.
ازبکستان ویلی چې دا د امریکا ملکیت دی او دوی به یې هیڅ کله اسلامی امارت ته ور نه کړی.
د افغانستان د نوی حکومت چارواکو په ځلونو د ازبکستان له حکومته وغوښتل چې د دوی له هېواده ور وړل شوې ۵۰ هیلوکوپټرې او نورې نظامی الوتکې ور وسپاری خو د دغه هېواد د ولسمشر ستر سلاکار عصمت الله ارګاشیف ویلی، چې ور وړل شوی نظامی تجهیزات یې د امریکا په هوکړه ساتلی، چې د دوی په وینا دا خبره یې طالبانو ته هم کړې.
د افغانستان د نوی حکومت چارواکو بیا ټینګار کړی چې یادې الوتکې او نظامی تجهیزات د افغانانو ملکیت دی او باید ور ته تسلیم شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.