ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوایی یا ثور ۱۵مه او د مۍ میاشتې ۵مه نېټه ده) د امریکا دفاع وزارت د میلیاردونو ډالرو په ارزښت هغه قراردادونه لغوه کوی چې د افغانستان د تېر جمهوریتی امنیتی ځواکونو، د تمویل لپاره شوی دی.
دا خبره سیګارپه یوه راپور کې او ویلی یې دی چې ښایی د دغو قراردادونو لغوه کول او حقوقی دعواوې کلونه وخت ونیسی.
په دغه راپور کې ویل شوی، یاد قراردادونه د افغانستان د امنیتی ځواکونو د تمویل صندوق له خوا شوی چې پر بنسټ یې له ۲۰۰۵ کال وروسته شاوخوا ۸۱ میلیارد ډالره، د دغو ځواکونو د تجهیز، تمویل او تاسیساتو د ساتنې پر چارو لګول شوی دی.
د تېرکال د اګست له پنځلسمې چې اسلامی امارت کابل ونیو، دفاع وزارت هڅې پیل کړې چې هغه بودیجه چې د افغان امنیتی ځواکونو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې وه، پر نورو چارو ولګوی.
د امریکا د مرکزی قواوو د قومندانۍ ویاندې په تېره مارچ میاشت کې ویلی و، چې پوځ شاوخوا ۹۰۰ قراردادونه په نښه کړی چې باید لغوه شی.
خو دا نده څرګنده چې د امریکا حکومت به یې د لغوه کولو لپاره د قراردادونو مقابل اړخ ته نورې څومره پیسې ورکوی.
سیګار دغه راز په دې وروستیو کې په یوه بل راپور کې ویلی و، چې د امریکا له خوا مرسته شوی د څه باندې اوه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځی تجهیزات په افغانستان کې پاتې دی.
گهیځ