ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوایی یا ثور ۱۵مه او د مۍ میاشتې ۵مه نېټه ده) د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایی، په پلازمېنه کابل کې د فوټبال له ۱۶ کلونو د کم عمره افغان ځوانانو تمریناتی کمپ بیا پیل شوی.
دا کمپ د کوچنی اختر له کبله ځنډول شوی و.
د دې تمریناتی لوبو، موخه د مرکزی اسیا د فوټبال د شپاړلس کلونو کم عمره ځوانانو د سیالیو لپاره چمتوالی ښودل شوی دی.
دغه سیالۍ د روانې مې میاشتې په لسمه د تاجیکستان په دوشنبې ښار کې پیلېږی چې د همدې میاشتې تر شلمې دوام کوی.
په دې لوبو کې د افغانستان ترڅنګ کوربه تاجکستان، ازبېکستان او ایران لوبډلې برخه اخلی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وار له مخه په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې د ښو سیالیو د کولو هیله ښودلې ده.
گهیځ