ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غوایی یا ثور ۱۷مه او د مۍ میاشتې ۷مه نېټه ده) افغان حکومت منلې چې د نجونو د ښوونځیو په تړاو د دینی عالمانو یوه غونډه جوړوی.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان منلې چې له اووم تر دوولسم ټولګی د نجونو د ښوونځیو په اړه دینی عالمانو ته دنده سپارل شوې څو دا ستونزه هواره کړی او په دې تړاو پرېکړه وکړی.
دوی تمه ښودلې چې دغه غونډه به مثبتې پایلې ولری او په هېواد کې به د نجونو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو سره مرسته وکړی.
نوی افغان حکومت په نوی تعلیمی کال کې یوازې له لومړی تر شپږم ټولګی پورې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړه او له اووم تر دوولسم پورې د ښوونځیو پیلېدل ځنډول شوی چې دې مسئلې د کورنیو غبرګونونو تر څنګ نړیوال غبرګونونه هم پارولی دی.
څو ورځې وړاندې د نوی حکومت یوه لوړپوړی غړی هم ویلی وو، چې تر اختر وروسته د نجونو د ښوونځیو په اړه یوه غونډه جوړېږی او په دې اړه به خپل دریځ روښانه کوی.
گهیځ