ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غوایی یا ثور ۱۷مه او د مۍ میاشتې ۷مه نېټه ده) د اسلامی امارت خبر ورکوی چې نن به د افغان مېرمنو د حجاب په تړاو ځانګړی فرمان ورکړی.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند محمد صادق عاکف وایی، نن به په هېواد کې د حجاب حکم په اړه یو ځانګړی فرمان صادر شی.
عاکف ویلی، په همدې تړاو غونډه به د یاد وزارت په تالار کې ترسره شی.
گهیځ