ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غوایی یا ثور ۱۷مه او د مۍ میاشتې ۷مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامی امارت حکومت د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د یوه لوی صنعتی پارک د جوړولو د پلان خبر ورکوی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر په دې اړه رسنیو ته ویلی، چې دا صنعتی پارک د میدان ښار اړوند په کوتل تخت سیمه کې جوړېږی.
هغه وایی: “د میدان وردګو صنعتی پارک د دې ولایت د مرکز په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې په کوتل تخت سیمه کې د قرُغ غره په استقامت کې پام کې دی. انشاءالله په روانه هفته کې به یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرانېزی.”
زهیر زیاته کړې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې صنعتی پارک ۶ نومرې پخوا او ۲۰ اوس وېشلی او ۱۳ نوی غوښتنلیکونه یې ترلاسه کړی دی.
گهیځ