‏د مقاومت په نوم وسله واله ډله فزیکی شتون نه لری

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غوایی یا ثور ۱۸مه او د مۍ میاشتې ۸مه نېټه ده) حکومتی چارواکی وایی د «مقاومت جبهې» په نوم کومه وسلواله ډله په افغانستان کې عملی او فزیکی شتون نه لری.
مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې وویل، چې دوی پر ټولو سیمو واکمن دی.
نوموړی ویلی:”موږ خو د مقاومت د جبهې په نوم څوک نه پېژنو، هغه باغی او شریرې ډلې چې په فېسبوک او ټویټر کې څه ادعاوې کوی، په عملی ډګر کې څه نه لیدل کېږی.”
تر دې وړاندې د مقاومت جبهې په نوم د حکومت مخالفې ډلې ځینو رسنیو ته په پنجشېر او تخار کې له امنیتی ځواکونو سره د جګړې او ځینو سیمو د نیولو ادعا کړې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.