د توماس نیکولسن او امیرخان متقی لیدنه؛ متقی وایی افغان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوایی یا ثور ۱۹مه او د مۍ میاشتې ۹مه نېټه ده) د بهرنیو چارو وزارت وایی، د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن سره یې په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر لیکلی، امیرخان متقی په دې لیدنه کې په افغانستان کې د بشپړ امنیت ټینګېدو او د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدنې په تړاو ډاډ څرګند کړی دی.
دواړو لوریو همداشان په افغانستان کې د خلکو د اقتصادی وضیعت د ښه کېدو په تړاو د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
د یادونې وړ ده چې اسلامی امارت تر دې وړاندې هم ګاونډیو او نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شی او نه هم نورو ته اجازه ورکوی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.