ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوایی یا ثور ۱۹مه او د مۍ میاشتې ۹مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسون ویلی فغان حکومت ورسره د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه کړې ده.
هغه په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلی، چې دا ژمنه ور سره د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره د کتنې پر مهال شوې.
د ده په خبره په دې لیدنه کې د ښوونځیو پر پرانیستلو او نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرو بحثونه شوی دی.
نیکلاسون وایی افغان لوری ورسره ژمنه کړې چې ژر به د نجونو پر مخ تر دوولسم ټولګی پورې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شی.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت مطبوعاتی برخې هم دغه لیدنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې په دې لیدنه کې د زده کړو پر روان وضعیت، دوه اړخیزو همکارو او اړوندو مسایلو خبرې شوې دی.
گهیځ