ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غوایی یا ثور ۲۰مه او د مۍ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) حکومت وایی په دې نژدې ورځو کې له کابل ښار او اړوند ساحو څخه د درملنې په موخه په نشه یی توکو زرګونه کسان ټولوی.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې دوی د روږدو کسانو د راټولو په لړ کې پلان لری چې په نږدې ورځو کې شاوخوا ۲۰ زره روږدی کسان د کابل له بېلابېلو برخو راټول کړی او د درملنې په موخه یې روغتونونو ته ولېږدوی.
وزارت وایی هڅه کوی د روږدو کسانو شمېر راکم کړل شی.
تر دې وړاندې هم په تېر ژمی کې امنیتی ادارو زرګونه روږدی کسان له لارو سړکونو راټول کړی وو او د درملنې ځانګړو کمپونو ته یېې لېږدولی وو، چې د معلوماتو له مخې له دې ډلې ځینې یې تر درملنې وروسته رخصت شوی دی.
گهیځ