ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غوایی یا ثور ۲۰مه او د مۍ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د نړیوال سره صلیب کمېټې مشر رابرت ماردینی وایی په ایران کې د مېشت افغان کډوالو پر ستونزو یې له ایرانی چارواکو سره خبرې اترې کړی.
ماردینی فرانس پرس خبری آژانس ته ویلی دی چې په تهرامن کې یې خبرې د وروستیو بدلونونو په پایله کې د زیانمنو افغان کډوالو پر ستونزو ور ټولې وې.
ماردینی دا خبرې مثبتې بللې دی.
د ایرنا د دولتی خبری آژانس د راپور له مخې د تېر کال د زمری په ۲۴مه پر افغانستان د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا یو میلیون نوی افغانان ایران ته کډه شوی او هره ورځ زرګونه نور کسان یا د کار یا په اروپایی هېوادونو کې د پناه اخیستو په نیت دې هېواد ته د تلو هڅه کوی.
گهیځ