دفاع وزارت: په هر ډول حالاتو کې له هېواد ساتنه کوو

دفاع وزارت: په هر ډول حالاتو کې له هېواد ساتنه کوو
ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۷مه او د مۍ میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د افغانستان دفاع وزارت امنیتی ځواکونو ته په خطاب کې وایی، چې په هر ډول حالاتو کې باید له خپل هېواد څخه ساتنه وکړی.
د ملی دفاع سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ ننګرهار ولایت ته تللی او د ډېورنډ له جبری کرښې یې لیدنه کړې.
دفاع وزیر ویلی د اوسنی امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان ځواکونو هڅې د ستایلو وړ وبللې او ویلی یې دی، چې په هر ډول حالاتو کې به له خپلې خاورې دفاع کوی.
نوموړی د ختیځ ننګرهار ولایت کې له بېلابېلو ولسوالیو سره د ډیورند له جبری کرښې د لیدنې ترڅنګ ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له یو شمېر چارواکو سره هم کتلی او امنیتی ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې له خلکو سره باید له نرم چلند څخه کار واخیستل شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.