ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی ۸مه او د مۍ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ازبکستان ته خپل وروستی دوه ورځنی سفر ګټور بللی.
توماس وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه څرګنده کړې، چې ازبکستان د افغانانو په ملاتړ کې مهم رول لوبوی.
وېسټ وایی، د ازبکستان مشرتابه له افغان چارواکو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، بشری حقونو او ثبات په ګډو لومړیتوبونو کار کولو ته چمتو دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایی، په دې برخه کې به له ازبکستان سره د امریکا ملګرتیا دوامداره او پراخه شی.
د هغه په وینا، د ترمذ ښار یو مهم بشری مرکز دی او ازبکستان به په دې ټولو مساییلو سربېره افغانستان ته د برېښنا لیږل جاری ساتی.
گهیځ