د سالنګ د لویې لارې د بیا رغولو چارې روانې دی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی ۸مه او د مۍ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د سالنګونو عمومی رییس قاضی عبید پر خپل ټویټر پاڼه د سالنګونو د لویې لارې د جوړولو له جریانه د خپرو شویو انځورونو سره لیکلی چې، د دغې لارې د جوړولو چارې پر مخ روانې دی.
که څه د تېرو حکومتونو پر مهال هم دغه لار اساسی نه ده رغول شوې خو له تېر ژمی وړاندې اسلامی امارت حکومت دغه لار د لنډمهال لپاره جوړه کړې وه خو اوس یو ځل بیا دغه لار د ډېر خرابوالی له امله کنډې کپرې ده.
خو عبید لیکلی چې د سالنګ د لویې لارې د اساسی رغولو چارې به هم پیل شی.
سالنګ د شمال او شمال شرق شاوخوا ۹ ولایتونو له پلازمینې کابل سره نښلوی او د شېرخان له ترانزیتی بندره هم کابل او نورو ولایتونو ته وارد شوی سوداګریز توکی را رسی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.