د ا.ا.ا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو خپور شوی راپور رد کړ

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۹مه او د مۍ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د ا.ا.ا وایی د ملګرو ملتونو هغه راپور ناسم دی، چې لا هم په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لری او ا.ا له ال قاعده سره اړیکې پالی.
د ملگر ملتونو د امنیت شورا د څارونکې ادارې د راپور له مخې په افغانستان کې بهرنۍ ترهگرې ډلې شته او ا.ا لا هم له ال قاعدې سره نږدې اړیکې لری.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د م.م دغه ادعا رد کړې او ویلی یې دی چې له ناڅرګندو سرچینو دې ناسم معلومات نه اخستل کېږی.
وزارت ویلی، اسلامی امارت پر خپلې هغې ژمنې، چې اجازه نه ورکوی څو د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شی، ولاړ دی.
دوی وایی په خپل راتګ سره یې د هر ډول ضرر او خطر د پېښېدو مخه نیولې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.