ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (غبرګولی ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) په ایران کې د مېشت افغان کډوالو پر ستونزو له ایرانی چارواکو سره د خبرو لپاره د افغانستان د کډوالو چارو وزارت یو پلاوی ورځی.
د دغه پلاوی مشری د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقانی کوی او هلته به د افغان کډوالو او د دوو هېوادونو پر اړیکو له ایرانی چارواکو سره خبرې وکړی.
د ایران د مهر نیمه دولتی خبری اژانس د راپور راپور ورکړی، چې په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوی له خلیل الرحمان حقانی سره په کتنه کې ویلی، چې په وروستیو کې ایران ته ډېر شمېر افغان کډوال ورغلی او پکار ده چې پر دې مسله دواړه خواوې همغږی وکړی.
داسې مهال ایران ته د افغان پلاوی د سفر خبر ورکول کېږی چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره خورا ناوړه چلند کېږی.
د راپورونو له مخې، له څو اوونیو راهیسې یوازې د نیمروز له لارې د ورځې تر ۳ زره پورې افغان پناه غوښتونکی په زور افغانستان ته ستنوی.
گهیځ