ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایی، ځواکونو یې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قربانی ورکړې.
اسټن دا څرګندونې، چې د امریکا د دفاع وزارت پر وېبپاڼه خپرې شوی، پرون د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال د خپلو وژل شویو او ټپی شویو سرتېرو د درناوی په پار جوړه شوې غونډه کې وکړې.
امریکایی ځواکونه له شاوخوا شل کلن پوځی ماموریت وروسته د تېر کال د اګست میاشتې په وروستۍ نېټه له افغانستانه په بشپړ ډول ووتل.
د امریکا دفاع وزارت وایی، د دوی دغې تر ټولې اوږدې جګړه کې ۲۴۶۱ سرتېری وژل شوی دی.
گهیځ