ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقی حقانی وایی، «اسلامی امارت» د افغانستان د لوړو زده کړو معیاری کېدو ته ژمن دی.
نوموړی نن په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل چې د افغان محصلینو ټول حقونه او امتیازیات ورکول کیږی.
هغه له هیواد څخه بهر افغان علمی کادرونو څخه وغوښتل چې هیواد ته ستانه شی.
د لوړو زده کړو وزیر وویل، چې افغانستان به ډېر ژر اباد او له نورو هیوادونو سره سیال شی.
گهیځ